د کندز ښاروالۍ له لوري د ښار د دویمې ناحیې اړوند د میلاړد شاته یوې کوڅې د کانکریټریزۍ چارې، د سیمې د اوسېدونکو د ستونزو د هواري په موخه، د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
د معلوماتو له مخې، د دغې کوڅې ټول اوږدوالی ۵۶۰ متره او سور یې ۵.۲ متره دی، چې د کار په لړ کې به یې د منځنۍ ویالې جوړول هم شامل وي.
ټاکل شوې چې د کوڅې د جوړولو چارې په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړې شي، چې ورسره به د سیمې د اوسېدونکو هغه ستونزې راکمې شي چې د خام سړک، خټو او خځلو له امله ورسره مخ دي.
د کندز ښاروالۍ له خلکو غوښتنه کړې چې د خپلو کوڅو او سړکونو ساتنې او پالنې ته پاملرنه وکړي، څو له وخت مخکې د هغوی له تخریب څخه مخنیوی وشي.
#کندز #کندزښاروالۍ #کانکریټریزي #ښاريپراختیا #سړکونه #دویمهناحیه
