د امارتي شرکتونو عمومي ریاست له لوري د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د ارزاقو سوداګریز مارکېټ د ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او پرانیستل شوی دی.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سوداګریز مارکېټ پر ۹ زره او ۲۴۲ متره مربع ځمکه په دوو پوړونو او ۱۱ بلاکونو کې جوړ شوی دی.
مسوولین وايي، د دغه مارکېټ د جوړولو چارې د سوداګرۍ د پراختیا، د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا او د خلکو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوې دي.
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست په خبره، د ارزاقو سوداګریز مارکېټ به د سوداګرو او مراجعینو لپاره د سوداګریزو فعالیتونو مناسب چاپېریال برابر کړي او د عوایدو د زیاتوالي ترڅنګ به د اقتصادي ودې په برخه کې هم ونډه ولري.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغه مارکېټ پرانیستل د عوایدو د لوړولو، د سوداګرۍ او اقتصادي ودې او خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې یوه مهمه لاسته راوړنه بلل شوې ده.
#بلخ #مزارشریف #ارزاق #سوداګري #اقتصاديوده #کاريفرصتونه #امارتيشرکتونه
