د عدلیې وزارت وایي، د تېرو څلورو کلونو په موده کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې ۴۹ هستوګنیز ښارګوټي په بشپړ یا قسمي ډول امارتي تثبیت او استرداد شوي دي.

د دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د فعالیت له پیل راهیسې، په هېواد کې د ټولو هستوګنیزو ښارګوټو ځمکې تر څېړنې لاندې نیول شوې دي.

د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو څېړنو په پایله کې تر اوسه ۴۹ ښارګوټي په بشپړ یا قسمي ډول امارتي تثبیت او استرداد شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې دغه ښارګوټي په کابل، بلخ، ننګرهار، غزني، میدان وردګ، کندهار، هلمند، جوزجان، سمنګان، زابل، فاریاب، بغلان، پروان او کندز ولایتونو کې موقعیت لري.

د وزارت په وینا، د ښارګوټو د ځمکو د تثبیت او استرداد بهیر د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو امارتي ځمکو د بېرته ترلاسه کولو په موخه دوام لري.

#عدلیې_وزارت #امارتي_ځمکې #ښارګوټي #د_ځمکو_غصب #استرداد #افغانستان #کندز

Share.