د کندز والي مولوي نصرالله مطیع د ملګرو ملتونو، سویزرلنډ او ناروې د بشري مرستو له استازو سره په لیدنه کې د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت، اړتیاوو او هغوی ته د بشري مرستو د رسولو په اړه خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو د ارزونې، د بشري مرستو د اغېزمن او پر وخت رسېدو او په کندز کې د مرستندویه ادارو د فعالیتونو د لا ښې همغږۍ په اړه بحث وشو.
د ملګرو ملتونو او د سویزرلنډ او ناروې استازو په کندز کې د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې په دغه ولایت کې د امنیت د ټینګښت له امله د مرستندویه فعالیتونو د ترسره کولو زمینه لا ښه شوې ده.
د کندز والي د مرستندویه ادارو د همکاریو هرکلی وکړ او ویې ویل، چې ولایت مقام اړمنو کورنیو ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابروي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې راستنېدونکو کډوالو ته دې بشري مرستې په ټاکل شویو ښارګوټو کې په منظم، عادلانه او اغېزمن ډول ورسول شي.
#کندز #راستنېدونکي_کډوال #بشري_مرستې #ملګري_ملتونه #سویزرلنډ #ناروې
