د کندز ولایت امنیه قوماندانۍ د تخنیک آمریت مسوولان وايي، چې د تېرو شپږو میاشتو پر مهال یې ۶۰۰ عرادې له کاره لوېدلي نظامي وسایط او بېلابېل تجهیزات ترمیم او بېرته د استفادې وړ ګرځولي دي.
د دغه آمریت مسوول بسمالله رحماني وايي، چې د وسایطو او نظامي تجهیزاتو د ترمیم او بیارغونې بهیر په عادي ډول دوام لري او هڅه کېږي چې له شته امکاناتو څخه په استفادې زیانمن وسایط او تجهیزات بېرته فعال شي.
د تخنیک آمریت د ورکشاپ یو تن استاد، جواد احمد، هم وايي چې د بیتالمال اړوند وسایطو او تجهیزاتو د بېرته فعالولو لپاره په صداقت او ژمنتیا کار کوي.
مسوولان زیاتوي، هڅې روانې دي چې په تېرو کلونو کې له کاره لوېدلي او زیانمن شوي وسایط او تجهیزات ترمیم او بېرته د استفادې وړ وګرځول شي.
#کندز #امنیه_قوماندانۍ #تخنیک_آمریت #نظامي_وسایط #ترمیم #تجهیزات
