د کندز ښاروالۍ په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر (UNOPS) په مالي ملاتړ، د کندز ښار د درېیمې ناحیې اړوند په نوآباد کوټيګرد سیمه کې د سړک او دوهاړخیزو اوبو ویالو د جوړولو او سنګکارۍ چارې روانې دي.
د کندز ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي خدماتو آمریت د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په ترڅ کې به ۵۴۰ متره سړک هموار او جغلاندازي شي او د سړک دواړو غاړو ته به د اوبو ویالې په اساسي ډول سنګکاري شي.
د مسوولینو په خبره، تر دې مهاله د یادې پروژې ۴۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
د پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د خټو، دوړو او موسمي ستونزو کچه راټیټه او د هغوی لپاره به ښاري او ترانسپورتي اسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې د دې پروژې له لارې د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
#کندز #کندزښار #درېیمه_ناحیه #نوآباد_کوټي_ګرد #سړک #ښاري_پراختیا #UNOPS
