بدخشان کې د افغانستان او چین ترمنځ د واخان ۱۲۱ کیلومتره سړک د ۳۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت له رغېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه سړک په دوو پړاوونو کې جوړ شوی چې د بدخشان له بروغیل سیمې پیلېږي او د پامیر له سیمې د واخجیر درې له لارې د چین تر پولې پورې رسېږي.

د چارواکو په وینا، د دغه سړک د جغل اچونې په پروژه کې څلور لوی پلونه، ۶۶ پل‌چکونه او شاوخوا ۳۱۰۰ متره استنادي دېوالونه هم جوړ شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت، د سړک د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د واخان ټرانزیټي لار د افغانستان او سیمې لپاره ځانګړی ارزښت لري.

چارواکي وایي، دغه سړک د افغانستان او چین ترمنځ د ځمکنۍ لارې په توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا لپاره زمینه برابروي.

#افغانستان #بدخشان #واخان #چین #ټرانزیټ #سړک #سوداګري #پراختیا

Share.