د هوا پېژندنې ادارې د وړاندویېنې له مخې؛ د لړم له نولسمې څخه تر یوویشتمې پورې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د نسبتاً سختو بارانونو او واورې د اورښت له کبله د سېلابونو راوتلو او د اوبو د کچې لوړوالي اټکل شوی دی.
د وړاندویېنې له مخې؛ هرات، غور، بادغیس، دایکنډي، سرپل، فاریاب، بلخ، سمنګان، بامیان، بغلان، تخار، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
مسوولانو له خلکو غوښتي، چې ځانونه او خپل ماشومان دې ټیټو سیمو ته له ورتګه خوندي کړي.
#افغانستان #سېلابونه #بارانونه #هواپېژندنه
