د ټولګټو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کندز ولایت د دشتارچي–کندز سړک د پاتې برخې د قیر اچونې پروژه د څه باندې ۴۹۸ میلیونه افغانیو په ارزښت روانه ده.
د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه سړک ۱۹.۶ کیلومتره اوږدوالی لري او د جوړولو چارې یې اوس مهال ۶۰ سلنه فزیکي پرمختګ ته رسېدلې دي. په دې پروژه کې د سړک د قیر اچونې ترڅنګ د پلګوټو، استنادي دېوالونو او نورو اړینو برخو جوړول هم شامل دي.
چارواکي وایي، د دې سړک په بشپړېدو سره به د دشتارچي ولسوالۍ د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې کمې شي او د سیمې د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د ودې لپاره به اسانتیاوې رامنځته شي.
دشتارچي–کندز سړک د شمال ختیځ له مهمو ترانزیټي مسیرونو څخه بلل کېږي، چې د دشتارچي ولسوالۍ د کندز له مرکز او شیرخان بندر سره نښلوي او د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې مهم رول لري.
#کندز #دشت_ارچي #سړک_جوړونه #ټولګټو_چارو_وزارت #بیارغونه #ترانسپورت #افغانستان
