په بنګله دېش کې د حکومت ضد اعتراضونو نوې څپه، چې د شنبې پر ورځ (د زمري دیارلسمه) یو ځل بیا راپورته شوه؛ شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
دا ځل لاریونکوونکي د دغه هېواد د لومړۍ وزیرې د استعفا او د بنګله دېش په وروستیو لارونونو کې د وژل شویو ۲۰۰ کسانو په اړه د عدالت غوښتنه کوي.
شاوخوا یوه میاشت مخکې د بنګلادېش زده‌کړیالان او زده‌کوونکي سړکونو ته راووتل او د حکومت د تګلارو پر ضد یې د هغو کسانو خپلوانو ته د کار او روزګار د امتیازاتو د ورکړې غوښتنه وکړه، چې په ۱۹۷۱ ز. کال کې یې له پاکستان څخه د بنګله دېش د خپلواکۍ په جګړه کې برخه اخیستې وه.
په ټول بنګکله دېش کې د ماښام له شپږ بجو وروسته پر ګرځېدو بندیز لګول شوی او انټرنیټي خدمات هم بند شوي دي.

Share.