د کندز ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند قاري جمعه الدین خاکسار وایي اړوند د اول سمت ماموریت بیدارو امنیتي پولیسو وړمه شپه ناوخته مهال (۳) تنه د مرکز کندز اوسیدونکي، د ښار عامه نظم د اخلال په تور د ښار اړوند
کوبهې سیمه کې نیولي دي.
له یادو نېول شویو مظنونینو سره یومیل تفنګچه،یوعراده رونیکس ډوله موټر، دوسیټه مبائیلونه،او یوشمېر نشه یي توکې نیول شوي.
نیول شوي مظنونین به دلومړنیو پلټنو تربشپړیدو وروسته اړوندو عدلې اوقضایي ارګان ته وسپارل شي.