د بدخشان ولایت د کران او منجان ولسوالۍ کې د یوې نوې ښارګوټي د جوړولو کار پیل شو.
د باختر آژانس د راپور له مخې، د کران او منجان ولسوال د دې پروژې د پیل په مراسمو کې وویل چې دا ښارګوټی به د دفاع وزارت د فوق العاده لوا د انجینرۍ مدیریت په همکارۍ، د بدخشان د ولایت مقام په همغږۍ، د درې کیلومتره ساحې په اوږدو کې په معیاري ډول جوړ شي. په دې ښارګوټي کې به د ټولو دولتي ادارو لپاره مناسب ځایونه ځانګړي شي.
ولسوال زیاته کړه چې د دوکانونو تر څنګ، د یو زرو هغو کورنیو لپاره کورونه هم جوړېږي چې د مناسبې سرپناه له نشتوالي سره مخ دي. همداراز، د ښارګوټي نقشه داسې طرحه شوې چې پکې پارک، جومات، او معیاري سړکونه شامل وي.
په دې مراسمو کې د پنجشیر ولایت د فوق العاده لوا د انجینرۍ مدیر هم وویل چې دا ښارګوټی د سیمې د اوسېدونکو د غوښتنې پر اساس جوړېږي.
نوموړي زیاته کړه چې د استوګنیزو واحدونو او سوداګریزو ځایونو وېش به د سیمه‌ییزو مشرانو او د ولسوالۍ د مسوولینو له لوري د یوه ځانګړي کمېسیون له لارې ترسره شي.
بلخوا، د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د دې ښارګوټي د جوړېدو پر مهال به د دوی لپاره د کار زمینه برابره شي، او همداراز، په ولسوالۍ کې د توکو د پلور لپاره د دوکانونو د نشتوالي ستونزه به هم حل شي.

Share.