ځايي مسوولان وايي، د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون د دغه ولایت باباجي ولسوالي کې ۵۰زره او ۹۷۹ جریبه ځمکه له غاصبانو راګرځولې او د بیت‌المال په توګه ثبت کړې ده.

د هلمند د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوی وايي، په دغه ولایت کې لا هم زرګونه جریبه غصب شوې ځمکې شته چې مرکزي کمېسیون ته یې نسبي دوسیې استول شوي.

د یاد کمېسیون مسوولان زیاتوي چې د ټولو دولتي ځمکو د بېرته ترلاسه کولو لپاره هڅې روانې دي.

ورته وخت کې هلمند کې یوشمېر بېځایه شوې او بې‌سرپنا کورنۍ غوښتنه لري چې دغه ځمکې باید د دوی لپاره د استوګنې او ژوند شرایطو ښه کولو ته ځانګړې شي.

Share.