د کندز د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وايي: له دې ادارې سره په همغږۍ د یادو بنسټونو له خوا په ارچي ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۸ زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول.
له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس مولوي شفيع الله جواد د باختر آژانس خبريال ته وويل: د IOM د دفتر له لارې هرې زيانمنې شوې کورنۍ ته درې کمپلې، يوه کڅوړه د پخلنځي لوښي، يوه کڅوړه ژمني جامې، يوه ترپال، يوه پلاستيکي غالۍ، يوه بوجۍ او دوه مرسته کېږي. د سولري ګروپ او په ټولیزه توګه د ویجاړو شویو څلورو کورنیو لپاره یوه لویه خیمه وویشل شوه.

Share.