د یاد ولایت امنیه قومنداني ویاند یوسف اسرار سلاموطندار ته وویل، یاد امریکایي غوښتل د جلرېز ولسوالي له لارې بامیان ته سفر وکړي چې د لارې په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو د چکپاینټ پرمهال نوموړی د نظامیانو د ښه چلند له امله هلته پاتې شوی او وروسته په جلرېز امنیه قومنداني کې نوموړي ته بلنه ورکړل شوې چې اسلام دین قبول کړي.
اسرار زیاته کړه، یاد امریکایي د اوسني نظام د نظامیانو د ښه چلند له امله اسلام دین قبول کړی دی.
د نوموړي په وینا، پخوانی نوم یې اندریس او اوسنی نوم یې محمود ټاکل شوی دی.