د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وزير نور الدين عزيزي په یاده ناسته کې ویلي، چې ستراتيژيک موقعيت، د پرېمانه منابعو موجوديت، ډاډمن امنيت او د غوره انساني قوې درلودل به افغانستان د مرکزي او سويلي اسيا ترمنځ په اقتصادي څلورلارې بدل کړي.
عزیزي زیاته کړې، چې افغانستان ته د لوړ پوړي ازبکستاني پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو ښکارندويي کوي او د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګريزو اړيکو په پياوړتيا سره به په سيمه کې د سوداګرۍ نوی باب پرانیستل شي.
په ورته وخت کې د ازبکستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر لزيز قدرتوف په یاده ناسته کې د تاشکند او کابل ترمنځ د نورو برخو ترڅنګ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ او ویلي یې دي، چې د تېرو دوو کلونو په موده کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۲۲ میلیونه ډالرو څخه ۶۶ ميليونه ډالرو ته لوړه شوې او پلان لري، چې دغه کچه په راتلونکي کې ۳ مليارده ډالرو ته لوړه کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ازبکستان حکومت همدارنګه غواړي، چې د افغان سوداګرو په یو شمېر محصولاتو تعرفه له منځه یوسي.

Share.