د پنجشیر د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وایي؛ چې پرون د دغه ولایت په رخې ولسوالۍ کې سېلابونو خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي دي. د مسوولینو په وینا؛ دغو سېلابونو زرګونه جریبه کرنېزه ځمکه، کلیوالي سړکونه، د اوبو کانالونه، د برېښنا بندونه، سلګونه پلونه او پلچکونه ویجاړ کړي دي.