د پنجشېر لویه لار، چې د سېلابونو له کبله تړل شوی وه؛ له ۱۵ ساعتونو وروسته د شپې نږدی ۳ دری بجې د ترافیکو پر مخ پرانستل شوه.
د پنجشېر د امنيې قومندانۍ وياند عبيدالله فاروقي ویلي، چې دغه لویه لار تېره شپه د دفاعی ځواکونو پر ماشینرۍ او هڅو بېرته پرانیستل شوې او ‫مسافر په پوره ډاډ خپل سفر ترسره کولی شې.‬
پنجشېر ولایت په دې وروستیو کې د بختو بارانونو سېلابونو شاهد و.
ویل کیږي، چې د برښنا د بېرته نښلولو او د مخابراتي شبکو د بیا فعالېدو هڅې د تر سره کېدو په حال کې دي.

Share.