د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې د فراه ولایت د بخش آباد د انحرافي تونلونو د کېندنې چارې بشپړې او د تونلونو د سیم تاوولو برخې پورتنۍ او لاندنۍ برخې چارې روانې دي. دغه وزارت زیاته کړې، چې د بند په جوړېدو ۲۴ ساعته کار جریان لري او په سیمه کې د کافي وسایلو او تجهیزاتو د شتون ترڅنګ د دغه وزارت له لوري ورته اړینه بودجه هم ځانګړې شوې ده.

Share.