د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، پدې سره به نه یوازې ذکر شوي دوه اړخونه تضمین کړي، بلکې په ورته وخت کې به د افغانستان جغرافیه په عملي توګه د ټرانزیټ پر حياتي څلور لاري بدل شي.
د معلوماتو له مخې، د افغانستان پر فضاء دا مهال په څلرويشتو ساعتونو کې د نړیوالو مهمو شرکتونو ۲۶۰ الوتني کیږي، چې د هرې الوتني پر سر افغانستان ته له ۷۰۰ تر ۹۰۰ ډالر ورکول کيږي.
د ټرانسپورټ وزارت په خبره، د افغانستان پر هوا د اوسنیو نړیوالو الوتنو شمېر د تېر کال دا مهال په پرتله اوه برابره زیات شوی دی، چې دا یو لوی پرمختګ په ګوته کوي.
د يادونې وړ ده، چې نږدې راتلونکي کې به د خوست نړیوال هوایي ډګر څخه د کام ایر هوایي شرکت له لوري، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته د نویو مسیرونو پر مټ نړیوالې الوتنې پیل شي.