د افغانستان په خاوره کې د ټاپي د ګازنللیکې د ودانیزو چارو د پېل لپاره د چارو د انسجام په لړ کې د افغانستان خاورې ته د تجهیزاتو او نللیکو د لېږد لپاره د افغانستان-ترکمنستان په سرحدي سیمې اسلیم چشمه کې د یوه لنډمهاله بندر د جوړېدو په اړه د افغانستان او ترکمنستان د اړوندو ادارو د استازو ترمنځ د ترکمنستان په سرحدآباد کې غونډه تر سره شوه.
دواړو لوریو د لنډمهاله بندر پر تخنیکي جزئیاتو بشپړ بحث اوخبرې وکړې.
افغان لوري د بندر د جوړېدو لپاره خپل بشپړ چمتووالی وښود.
ویل کیږي، چې له غونډې وروسته افغان او ترکمن پلاويو د جوړېدونکي بندر ساحه او هم د ترکمنستان په سرحدآباد کې د ټاپي لپاره د انتقال شویو نللیکو او تجهیزاتو د انبار ساحه له نږدې وکتله.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.