د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس ښاغلي عبدالقاهر حاجي ادریس د کندوز ولایت د احصایې او معلوماتو رییس فضل الله صافي، سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

په یاده ناسته کې د نفوسو د احوال ثبتولو اړوند ځینو مسایلو په اړه د ښې همغږۍ او هېوادوالو ته د لا ډېرو اسانتیاوو پر رامنځته کېدو خبرې وشوې او د ادارې لوی رییس ښاغلي حاجي ادریس د کندوزولایت له رییس سره په چارو کې د روڼتیا، رښتینولۍ او غمځپولو هېوادوالو ته د چټکو او اغېزناکو خدمتونو د ترسره کولو سپارښتنې وکړې.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره د ارقامو د علمي ثبت، د احصاییوي فعالیتونو د انسجام، جغرافیايي معلوماتو او د نفوسو د احوال ثبتولو په برخو کې د معتبرې ملي مرجع په توګه فعالیت کوي او هره ورځ په ټول هېواد کې په پراخه توګه هېوادوالو ته عامه خدمتونو وړاندې کوي.

Share.