د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د تورخم ګمرک کارکوونکیو په یوه وارداتي سوداګریزه ټولګه کي یو شمېر جعلي نکاح خطونه او د موټر چلولو لایسنسونه نیولي دي.
په یاده خبرپاڼه کې راغلي؛ په نیول شویو جعلي سندونو کي ۲۰۲ جلده جعلي نکاح خطونه، د موټر چلولو ۴ جلده کورني او ۴ جلده بهرني جعلي لایسنسونه او ۵۶ عدده کورني بېلابېل نښانونه شته، چي په پټه له پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدل.
ویل کیږي، چي اوسمهال د هېواد په ټولو ګمرکونو کي له قاچاقي او ممنوعه توکو څخه په کلکه څارنه کېږي او هیچاته اجازه نهورکول کېږي، چي یاد توکي صادر او یا وارید کړي.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.