افغان پوست شرکت وايي، چې د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته، هغه ستونزې چې د کورنیو او بهرنیو پوستي خدمتونو په برخه کې وې د خبرو اترو په پایله کې حل شوې دي. د افغان پوست مسوولین وايي، چې اوسمهال د پلازمېنې په ګډون په هېواد کې نږدې ۴۷۰ مرکزونه فعال دي. د یادې ادارې مسوولین وايي، چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د دوی خدمتونه له ۸ برخو ۱۸ برخو ته زیات شوي دي.

Share.