په یولسو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی
د هواپېژندنې ریاست نن چهارشنبه، د هېواد په یولسو ولایتونو «بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، میدان وردګ، غزني، پکتیا، پکتیکا او خوست» کې د ورښتونو او سېلابونو راوتلو وړاندوینه کړې ده.
د یاد ریاست د خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سيمو کې به د ورښت کچه له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو پورې وي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د سالنګونو په ګډون په یو شمېر سیمو کې د تېزو بادونو اټکل هم شوی چې سرعت به یې ساعت کې د ۵۰ او ۹۰ کیلو مترو ترمنځ وي.

Share.