د حکومت د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په پنځوسمه ناسته کې د ګډون په موخه کاميرون ته په رسمي سفر تللی

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، د دغه وزارت سرپرست د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په پنځوسمه ناسته کې د ګډون په موخه د کاميرون جمهوريت پلازمېنې ياوندي ته په رسمي سفر تللی دی.
هغه وایي، نوموړی به په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د کوربه هيواد او د اسلامي همکاریو سازمان د ځینو غړو هيوادونو د بهرنيو چارو له وزیرانو او استازو سره دوه اړخیزې ناستې هم ولري.
ټاکل شوې، د بهرنیو چارو وزیرانو پنځوسمه ناسته د روانې اګسټ میاشتې له ۲۹ تر ۳۰ ترسره شي.

Share.