المان او ناروې د افغانستان سفارتونه سرپرست حکومت ته سپاري.

دالمان او ناروې ځینو رسنیو تأیید کړې، چې د المان او ناروې بهرنیو چارو وزارتونو په دغو هېوادونو کې د افغانستان پخوانیو سفیرانو سره خبرې پیل کړې دي، او له دوی یې غوښتي چې سفارتونه پرېږدي.

سرچینه زیاتوي؛ له المان او ناروې تر څنګ ګڼ نور هېوادونه هم غور کوي، چې د #افغانستان سفارتونه ا.ا ته وسپاري.

دا اقدام وروسته له هغه وشو، چې ا.ا تېره اونۍ اعلان وکړ، چې دغه سفارتونه دوی سره تعامل نه کوي او نور یې هېڅ چارې له دوی سره قانوني بڼه نه لري

Share.