پاکستان د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو دویم پړاو پیلوي
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې اندریکا راتواټ په مشرۍ له پلاوي سره په خبرو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو دویم پړاو به ډېر ژر پیل شي.
محسن نقوي وایي، هیچا ته په پاکستان کې له ویزې او نورو قانوني اسنادو پرته د اوسېدو اجازه نه ورکول کېږي.
نوموړي په افغانستان کې د افغان کډوالو د بیا رغولو لپاره د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې پر رول ټینګار وکړ.
ورته مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي، دوی له افغان حکومت سره د افغان کډوالو د دایمي استوګنې په برخه کې کار کوي.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.