د امریکا په جورجیا ایالت کې یوه ۱۴ کلن هلک ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د فاکس نیوز د خبر له مخې، د امریکا په جورجیا ایالت کې یوه څلورلس کلن هلک ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
سرچینه وایي، دغه هلک په ډزو څلور کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.
د جورجیا ایالت د تحقیقاتو بیورو (GBI) تایید کړې چې څلور کسان د جورجیا په بارو کاونټي کې د اپالچي عالي ښوونځي کې ووژل شوي دي.
ورته مهال د یاد ایالت چارواکي د تورن کس د نیولو خبر ورکړی.

Share.