ترکیه غواړي د افغانستان په کانونو پانګونه وکړي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ترکیې له سفیر جنک اونال او مل پلاوي سره په کتنه کې پانګوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی دی.
دغه وزارت ویلي، د ټولو هغو ملي او نړیوالو پانګوالو هرکلی کوي چې غواړي د افغانستان په کانونو پانګونه وکړي.
ورته مهال د ترکیې سفیر ویلي، هېواد یې د افغانستان سرپرست حکومت سره بېلابېلو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او د دې هېواد سوداګر غواړي چې د افغانستان په کاني زېرمو پانګونه وکړي.

Share.