د افغانستان کرکت بورډ وایي د کندز ولایت په ملي کرکټ لوبغالي کې د افغانستان الف کرکټ لوبډلې لومړی پړاو تمریناتي کمپ دوام لري.
کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دا تمریناتي کمپ به دوه اونۍ دوام وکړي چې د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې د جوړولو او تیارولو په موخه ترسره کېږي.
خبرپاڼه وایي په یاد تمریناتي کمپ کې د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي او د قوش تپې ملي شل اوریز جام او نهم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ غوره لوبغاړي ګډون لري، چې نوملړ یې تېره اونۍ اعلان شو.
سرچینې زیاته کړې په دغه تمریناتي کمپ کې له لوبغاړو سره د فزیکي تکړښت، ظرفیت لوړونې، توپوهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې په برخو کې کار کېږي، ترڅو د عمان، هانګ کانګ او سریلانکا پر وړاندې د څلور اړخیزې لوبلړۍ او ایمرجنګ اسیا جام سیالیو لپاره بشپړ چمتووالي ولري.

Share.