افغانستان به د ټاپي پروژې د ټرانزیټ له درکه د کال ۴۰۰ میلیونه ډالره عواید ترلاسه کړي.

د ټاپي پروژې عمر له ۳۰ تر ۵۰ کلونو اټکل شوی چې افغانستان کې د یادې پروژې د نل‌لیکې اوږدوالی ۸۲۱ کیلومټره دی.

پر دې پروژې به له شپږ تر اووه میلیارډ ډالر لګښت راشي او له ترکمنستان به، افغانستان، پاکستان او له هغه ځایه هند ته هر کال ۳۳ میلیارډ مکعب ګاز ولېږدول شي.

د ټاپي پروژې ټولیز اوږدوالی ۱۸۲۱ کیلومټره دی.

افغانستان کې د یادې پروژې د بیاپیل چارې نن په هرات کې پیلېږي.

د افغانستان سرپرست حکومت او ترکمنستان لوړپوړي چارواکي دغه ولایت کې د یادې پروژې د پرانېست‌غونډه کوي

Share.