کندهار هوايي ډګر کې یو شمېر تاریخي او هنري اثار نیول شوي
د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ویلي، د دغه ولايت په هوايي ډګر کې د یو شمېر تاريخي او هنري اثارو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د مسوولینو په خبره، دغه ۱۱ قلمه تاريخي اثار د احمدشاه بابا په هوايي ډګر کې داسې مهال نيول شوي چې د بهرنيانو له خوا بهر ته انتقالېدل.
دغو اثارو کې تورې، چاقوګان، ځنځیرونه، چملچي، چایبر، چلیم، پاولي او یو شمېر نور توکي شامل دي

Share.