د کاپیسا ولایت امنیه قوماندانی په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د ۳۸۹ جنایي قضیو د حل، د ۱۱۱ جریبه نشه يي موادو د ځمکې تخریب، د ۵۵۰ تنو معتادینو راټولول او روغتون ته معرفي کول او په تېر یوه کال کې د ۱۱۱ میلیونه افغانیو عوایدو د راټولولو خبر ورکړ.

هممهاله د دي ولايت امنیه قومندانۍ د امنیت ساتنه، مجرمین نیول او له خلکو سره همغږي د دې کنفرانس مهم ټکي وو. همدارنګه، د راتلونکي کال پلانونه کې د پولیسو د تشکیل زیاتوالی، مسلکي روزنه، د اداري کمپلکس جوړول او په ولسوالیو کې د اطفاییې فعالول شامل دي

Share.