هرات کې د څه باندې ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د یوه نړیوال ترمینل د جوړولو چارې پیل شوې
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، هرات ولایت کې د ۲۰.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د یوه نړیوال ترمینل د جوړولو چارې پیل شوې.
د یادې پروژې د چارو په پرانیستغونډه کې د ترانسپورټ او هوایي چلند سرپرست وزیر ویلي چې د دغه ترمینل په جوړېدو سره به څلور زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي چې په وینا یې دغه ترمینل په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه جوړېږي او ټولې اړینې اسانتیاوې به ولري

Share.