د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زيانونه اړولي دي.
ولایتي چارواکو ویلي، چې د دغو سېلابونو لا امله څه باندې۴۰۰ جريبه زراعتي ځمکې او فصلونه له منځه وړي. همدارنګه سربندونه، ويالې، استنادي دېوالونه او حيواني خوارکې له منځه تللي. د چارواکو په خبره دغو سېلابونو یو شمېر د استوګنې کورونه هم ویجاړ کړي دي.