د سالنګونو د لويې لارې بنسټیزه بیارغونه چټکه روانه ده
د سالنګونو لویې لارې اړوند د شمالي سالنګ د یوویشتمې ګالرۍ او له شپاړلسمې ګالرۍ څخه تر تونل پورې د CTB طبقې کار بشپړ شوی او دا مهال یې د سیخ تړلو کار چټک روان دی، چې په نږدې راتلونکي کې به کانکریټ اچونې ته چمتو شي.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند اشرف حقشناس زیاته کړې؛ دغه راز د یادې لویې لارې د جنوبي سالنګ اړوند د پېنځلسمې ګالرۍ د فلتري طبقې کار څه ناڅه بشپړ شوی، چې د CTB طبقې کار به یې په نږدې ورځو کې پیل شي او له پېنځلسمې ګالرۍ څخه تر څوارلسمې ګالرۍ پورې د سړک او ویالو د کېندنې کار هم روان دی.
حقشناس ویلي؛ د سالنګونو لویې لارې اړوند د شمالي او جنوبي سالنګونو په ځینو برخو کې د کېندنې او په ځینې نورو برخو کې د CTB طبقې چارې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټولګټو چارو وزارت د سالنګونو لویې لارې د بنسټیزې بیارغونې کار په درې برخو کې له خصوصي سکټور سره د تړون له مخې پیل کړی دی