عمان کې د افغان سفارت فعالیتونه د ا.ا.ا د ډیپلوماټانو له لوري پیل شول
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، د عمان سلطنت پلازمېنه مسقط کې د افغان سفارت فعالیتونه او خدمتونه په عادي ډول د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماتانو له لوري پیل شوي دي.
سرچینه وایي، د کوربه هېواد په همکاري د یاد سفارت د فعالیتونو بیا پیل کېدل به د کابل او مسقط ترمنځ د سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او ديني اړيکو په پياوړتيا کې رغنده رول ولوبوي

Share.