عثمان نوري تاریخ جوړ کړ
په ننګرهار کې د احمد شاه ابدالي فرست کلاس څلور ورځنیو سیالیو کې د پامیر لیجنډز لوبډلې لوبغاړي عثمان نوري د ماهیپر ستورو پر وړاندې په یوې پاڼۍ کې ۳۳۹ منډې جوړې کړې.
په دې سره عثمان نوري لومړي افغان لوبغاړی شو، چې په فرسټ‌کلاس سیالیو کې تر ټولو زیاتې ۳۳۹ منډې جوړوي.
له دې وړاندې بهیرشاه محبوب په یوه پاڼۍ کې ۳۰۳ منډې جوړې کړې وې.

Share.