د کابل ښار د سرای شمالي الکترونیکي تذکرو وېش څانګه کې د روان کال له پیل تراوسه، ۲۴ زره هېوادوالو ته الکترونیکي تذکرې وېشلې او همدارنګه ۱۲۰۰ نورو کسانو ته له وېش وروسته خدمتونه وړاندې شوي دي.

د سرای شمالي د الکترونیکي تذکرو وېش څانګې عمومي مدیر وحیدالله وحیدي وايي، چې یادې وېش څانګې ته په ورځني ډول شاوخوا ۵۰۰ غوښتونکي د الکترونیکي تذکرو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه مراجعه کوي.

ښاغلی وحیدي زیاتوي چې په دې څانګه کې د نویو الکترونیکي تذکرو پر وېش سربېره، له وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي او په دې برخه کې د مثنی تذکرې او د تذکرې نوي کولو خدمتونه وړاندې کېږي.

ځینې هېوادوال چې د الکترونیکي تذکرو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه دې څانګې ته راغلي، د خدمتونو د وړاندې کولو له بهیر خوښ دي او د الکترونیکي تذکرې درلودل چې د هویت معتبر سند دی، له دولتي او نادولتي بنسټونو څخه د بېلابېلو عامه خدمتونو د ترلاسه کولو له‌پاره اړین ګڼي.

په دې وېش څانګه کې د الکترونیکي تذکرې غوښتونکی احمد احمدي وايي چې په اوسنيو حالاتو کې د الکترونیکي تذکرې نه درلودل زموږ ډېر اداري کارونه؛ لکه: د پاسپورټ، تحصیلي اسنادو او یا سیم‌‌کارټ ترلاسه کول ستونزمن کړي نو اړینه ده چې د خپل ځان او کورنۍ له‌‌پاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه الکترونیکي تذکرې ترلاسه کړو.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره، په مرکز او ولایتونو کې د الکترونیکي تذکرو وېش څانګو په پراخولو سره هڅه کوي چې هېوادوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو د الکترونیکي تذکرو ترلاسه کول اسانه کړي.

Share.