د کندز ښاروالۍ اداره وایي، د کندز ښار د لومړۍ ناحیې د خواجه مشهد سیمې اړوند د شپږو سړکونو د کانکریټي پروژې چارې دتطبیق په حال کې دي. د کندز ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي خدمتونو څانګې د معلوماتو له مخې؛ دغه سړکونه ټولټال ۱۳۱۰ متره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري چې تر اوسه یې ۴۰ سلنه پرمختګ شوی دی.
سرچینه وایي ددې پروژې له لارې د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ټولنیزې او ښاري اسانتیاوې برابرې شوي او له بلې خوا د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.