په ابوظبي کې د ا.ا سفیر بدرالدین حقا.ني وايي له دغه هېواد څخه غوښتي چې افغانانو ته د ویزو ورکړې په پروسه کې دې اسانتیاوې برابرې کړي.

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن پر اېکس یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې نوموړي یاده موضوع د متحده عربي اماراتو د دولت له رییس محمد بن زاید ال‌نهیان سره په لیدنه کې کړې دي.

نوموړي له ال‌نهیان څخه غوښتي چې په متحده عربي اماراتو کې افغان بندیان افغانستان ته ولېږدوي.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو د افغانستان پر ټولیز وضعیت، وروستیو بدلونونو او شته فرصتونو خبرې‌اترې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د متحده عربي اماراتو د دولت رییس افغانانو ته د ویزو ورکړه کې د اسانتیاوو برابرولو او افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږد برخه کې د همکاري ژمنه کړې ده.

متحده عربي اماراتو د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په ابوظبي کې د ا.ا د سفیر په توګه د بدرالدین حقا.ني باورلیک ومانه

Share.