د اسراییلو جېټ‌الوتکو د سوریې په سوېلي‌ ولایت درعا کې د پرځېدلي مخکیني حکومت بشارالاسد د وفاداره ځواکونو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

الجزیرې خبري شبکې د سوریې دولتي خبري اژانس سنا له قوله راپور ورکړی چې بریدونه دوشنبه شپه د درعا په شمال کې پر دوو ښارګوټو شوي دي.
دغه سیمه له پلازمېنې دمشق څخه ۱۰۳ کیلومټره لرې ده.

الجزیرې د سنا له قوله لیکلي: «د اسراییلو اشغالګرو الوتکو د درعا په شمال کې د جباب او عزرا ښارونو په شاوخوا سیمو کې څو بریدونه کړي دي.»

بل‌خوا په انګلستان کې مېشت د سوریې د بشرحقونو څار بنسټ وايي چې اسراییلي جېټ‌الوتکو د پخواني حکومت د پوځ پر دوو پوسټو شاوخوا ۱۷ بریدونه کړي دي.

تراوسه په دغه بریدونو کې د احتمالي مرګ‌ژوبلې او زیانونو په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

د اسراییلو ۲۴ ټلوېزیون بیا ویلي چې سوریه کې د پخواني حکومت د پوځیانو، ټانکونه، توپخانې، رادار، د وسلو ډيپوګانې او نور تجهیزات په نښه کړي دي.

د یاد ټلویزیون په خبر کې ویل شوي چې دغه وسلې او تجهیزات د وسله‌والو لاس ته لوېدل او اسراییلو له همدې امله په نښه کړي دي.

Share.