د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دغه ولایت له څو دمحلي رسنیو څخه څارنه ترسره کړه او د هغوی ستونزې یې وڅېړلې.
د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر، بریالی همنوا، وویل چې د دې څارنې موخه د رسنیزو خپرونو پراخول د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې، د خبري برخو ملاتړ، او د نشراتو ښه تنظیم دی.
د هغه په وینا، په دې څارنه کې د ملي تلویزیون، ملي راډیو، اورانوس تلویزیون، کندز راډیو، شبنم راډیو، او کهندژ راډیو خپرونې وارزول شوې.
هغه زیاته کړه چې له ځایي رسنیو څخه به پرله‌پسې څارنه کېږي او د هغوی د نشراتو د ښه والي لپاره به هڅې دوام ولري.
په ورته وخت کې، د رسنیو مسؤلینو د دې اقدام هرکلی وکړ او دا یې د خپلو رسنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره ګټور وباله.
هغوی ټینګار وکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره به په همغږۍ کې خپلې رسنیزې هلې‌ځلې روانې وساتي.
یاده دې وي چې دا څارنه داسې مهال ترسره کېږي چې د کندز ځایي رسنۍ د خلکو د خبرولو او پوهاوي په برخه کې مهم رول لري.

Share.