د کابل ښاروالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ د ۳۴۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د یوویشتمې ناحیې اړوند کابل- جلالآباد سړک د بګرامیو- لته بند د لومړۍ برخې د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې.
دا سړک ۳۳۰۰ مټره اوږدوالي او ۶۰ مټره سور لري.
په خبرپاڼه کې راغلي: د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم رییس انجنیر میرالرحمن ناصري ویلي؛ دا سړک په ختیځ زون کې د اقتصادي دهلیز په توګه یو مهم سړک دی، چې، چارې به یې تر راتلونکو ۱۸ میاشتو پورې بشپړې شي.
نوموړي زیاته کړې، چې اوسمهال د یاد سړک د کیندنو، خاورې لېږدولو، د لښتیو جوړولو او د ۱۵ استملاکي ملکیتونو د پاکولو چارې روانې دي.
ویل کیږي، چې د ياد سرک په اوږدو کې د یوه پل، څو پلچکونو، ګلدانونو او تم ځایونو جوړول، د روښنایۍ څراغونو نصبول، د سړک په اوږدو کې د استنادي دېوالونو جوړول او په سړک د کرښو اچول هم د دې پروژې بنسټیزې برخې دي
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.