د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په انګړ کې د آسان خدمت ځانګړې څانګې د روان کال له پیل تراوسه، ۱۶ زره او ۴۷۴ هېوادوالو ته الکترونیکي تذکرې وېشلې دي.
د آسان خدمت ځانګړې څانګې عمومي مدیر روحالله عزیزي وايي چې په یاده څانګه کې په ورځني ډول شاوخوا ۲۵۰ غوښتونکو ته د الکترونیکي تذکرو اړوند خدمتونه وړاندې کېږي.
ښاغلی عزیزي زیاتوي چې په دې ځانګړې څانګه کې د نورو څانګو په پرتله غوښتونکو ته د الکترونیکي تذکرو اړوند خدمتونه په چټکۍ وړاندې کېږي او هېوادوال په اسانۍ سره خپلې الکترونیکي تذکرې ترلاسه کولای شي.
ځینې هېوادوال چې د الکترونیکي تذکرو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه دې څانګې ته راغلي، د خدمتونو د وړاندې کولو له بهیر خوښ دي. له دې ډلې عبدالصبور وايي، اوسمهال د حکومتوالۍ سېسټمونه په ډیجیټلي سېسټمونه بدلېدونکي دي او د الکترونیکي تذکرو ترلاسه کول په دولتي او نادولتي کارونو کې د زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کېدو لامل کېږي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره، په مرکز او ولایتونو کې د الکترونیکي تذکرو وېش څانګو په پراخولو سره هڅه کوي چې هېوادوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو د الکترونیکي تذکرو ترلاسه کول اسانه کړي.