د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې پر ماښام( د لیندۍ یوولسمه ) په دمشق کې د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره وکتل او د بشارالاسد زړورتیا او روحیه یې د ستاینې وړ وبلله.
دا ناسته په داسې حال کې ترسره شوې، چې په سوریه کې په ځانګړې توګه په حلب ولایت کې پوځي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
له دې ناستې وروسته عراقچي ویلي، چې هغه ته یې له “حکومت، پوځ او بشارالاسد شخصیت” څخه د اسلامي جمهوریت د ملاتړ پیغام ورساوه او د بشارالاسد د زړورتیا او روحیې ستاینه یې وکړه.
هغه څرګنده کړې: په دې کتنه کې له سوریې سره د لازمو مرستو د جزئیاتو په اړه هم خبرې وشوې.
عراقچي ویل: “مونږ ډاډه یوو؛ سوریې لکه څنګه، چې مخکې یې ترهګرۍ ته ماتې ورکړې وه، دا ځل به هم بریا خپله کړی او ترهګر به مات کړي.”
د یادې خبرپاڼې له مخې؛ بشار اسد سوریې ته د عراقچی سفر په اوسنیو حساسو حالاتو کې د اهمیت وړ وباله او د ایران د اسلامی جمهوریت ملاتړ او دریځ یې څرګند کړ.
له اسد سره له کتنې وروسته د ایران بهرنیو چارو وزیر انقرې ته ولاړ؛ هغه هېواد ته، چې ویل کېږي د التحریر الشام له اسلامپالو ملېشو ملاتړ کوي.
عراقچي به ترکیې ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له چارواکو سره د سوریې پر وروستیو حالاتو هم خبرې وکړي.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.