د کندهار په شپږمه ناحیه کې د یو کور چت پرېوتو له امله درې خویندې مړې شوې دي.
دغه پېښه هغه مهال شوې چې د دغه کور خاوند غوښتل چې د خونې د څڅېدو د مخنیوي په پار د خونې پر بام کانکرېټ واچوي چې د بام له درنېدو له امله بام پرېوتی او په خونه کې درې تنه ناستې خویندې تر لاندې شوې. سرچېنې وايي، چې د دغو مړو شویو نجونو عمرونه د شپږو او دیارلسو کلونو تر منځ وو.