د کندوز د افغاني سرې مياشتې مسوولين وايي: د قرغزستان هېواد په همکارۍ يې په علي اباد او خان ​​اباد ولسواليو کې د وروستيو سېلابونو له امله پر ١٦٥ زيانمنو شويو کورنيو خوراکي توکي وېشلي دي.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې د خپرونو رييس سيد حميدالله سادات د باختر آژانس خبريال ته وويل: په علي آباد ولسوالۍ کې په ٧٣ کورنيو او په خان آباد ولسوالۍ کې په ٩٢ کورنيو خوراکي توکي وويشل شول.
ده وويل: هرې کورنۍ ته پنځوس کيلو اوړه، لس ليتره غوړي او پنځه کيلو بوره وويشل شوه.

د يادو مرستو د ويش پر مهال د افغاني سرې مياشتې د نماينده ګۍ رئيس محمد رضا ناصري د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: سيرميز تل هڅه کوي چې د طبيعي پېښو له زيانمنو سره مرسته وکړي.

Share.