د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د پولیو د دوو تازه پېښو د ثبت خبر ورکړی دی.

دغه سازمان ویلي چې دا پېښې تېره اوونۍ په هلمند او ارزګان ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې د روان میلادي کال له پیله تر دې مهاله د پولیو ۸۱ پېښې ثبت شوې چې ۲۵ یې په افغانستان او ۵۶ یې په پاکستان کې دي.

Share.